ولسمشر له اتمر ، رحيم وردګ او صالح څخه غوښتي چې استعفاوې وکړي
ر،ن ر،ن

ولسمشر له اتمر ، رحيم وردګ او صالح څخه غوښتي چې استعفاوې وکړي

له هغه وروسته چې نن د سولې پر ملي مشورتي جرګې راکټي بريدونه وشول ولسمشر حامد کرزي د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت لوى رئيس ارګ ته ور غوښتي او له نوموړو يې په کلکه غوښتنه کړې چې که په دندو کې همداسې پاتې وئ ښه خبره داده چې له دندو استعفاوې وکړئ . د ولسمشر د غوښتنې په ځواب کې دغه امنيتي چارواکو هيڅ غبرګون نه دى ښودلى .او ولسمشر په غوسۍ سره له امنيتي چارواکو سره خپله لنډه ناسته پاى ته رسولې ده

-په داسې حال کې چې په کابل کې د افغانستان د دولت له مخالفينو سره د سولې پر سره ملي مشورتي جرګه پيل شوه، د دغې جرګې تالار ته څیرمه دوه توغندي ولګیدل.

فاروق وردګ وويل د جرګې لوېديځ ته په يوه کور کې درې ځانمرګي بريد کوونکي ځای پرځای شوي ول چې په وينا يې د ار پي جي سيون په وسیله پر جرګه بريدونه وکړي.

ښاغلي وردګ وويل چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول، او يو ژوندی ونيول شو. نوموړي زياته کړه چې بريد کوونکي د ښځو په جامو کې راغلي ول

لومړی توغندی هغه مهال ولګید، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جرګې ګډونوالو ته وينا کوله

کرزي وويل چې دا ډول توغندي به راځي، خو د کومې اندېښنې وړ خبره نه ده

دویم راکټ بیا د افغانستان د مشرانو جرګې د رييس صبغت الله مجددي د خبرو پرمهال وتوغول شو، چې د جرګې ګډونوالو يې هم غږ واورېده

د توغندي له توغولو وروسته ښاغلی مجددي يوه شیبه چوپ شو، خو وويل چې ”دا هسې د خلکو د ترهلو لپاره توغول شوی دی”

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې پر خپلو ځايونو ارامه کښيني. د راکټ په بريد کې څوک نه دي خوږ شوي

بل خوا په کابل کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي د جرګې خېمې ته نژدې څو تنه وسله وال بريد کوونکي ووژل شو

خو افغان پوليسو ويلي چې یوه ځانمرګي بريد کوونکي خپل ځان والوځاوه، خو چاته يې مرګ ژوبله وانه ړوله

عيني شاهدانو ویلي تر ډېره وخته يې د ډزو غږونه اورېدل

دموضوع په اړه د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر نن له غرمې وروسته په يومطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانو ته وويل امنيتي ځواکونه دهغه درناوي له مخې چې ښځو ته يې لري ، په واټونو کې دهغوى له لټولو څخه ډډه کوي او هغويرغلگرو چې نن يې دلوې جرګې په خيمې توغندي وتوغول له څادري څخه په استفادې ځان اړوند ساحې ته رسولي و. اتمرزياته کړه : تراوسه پورې معلومه شوې نه ده چې دغو کسانو څومره واټن په پلي توگه وهلې ده اوځان يې يوې ودانۍ ته چې ترکارلاندې ده رسولي و ځکه دغې ساحې ته غځيدلي واټونه له څه مودې را په دې خوا دپوليسو ترکنترول لاندې و اوله پلټنې پرته وسايطو دتگ راتگ اجازه نه لرله. دکورنيوچارو وزير وويل : په يو توغندي سربيره چې دپنځمې ناحيې دکمپني له ساحې څخه دجرګې دجوړولو په سيمې وتوغول شو دغوکسانو له دغې ترکار لاندې ودانۍ څخه دوه آر پي جې توغندي وتوغول چې دلوې جرګې خيمې ته څيرمه ولگيدل چې دسيمې خلکو ته زيان نه دي رسيدلي اويواځې درې تنه امنيتي ځواکونه ټپي شول. اتمرزياته کړه چې دامنيتي ځواکونو دمتقابلو ډزو له امله دوه تنه يرغلګر ووژل شول اويوتن بل يې ټپي شو. دکورنيو چارو وزير وويل : دغه کسان تراوسه پورې نه دي پيژندل شوي خوباور لرم چې ددغه بريدپلان په بهرکې جوړشوى دى . ده زياته کړه چې دڅيړنوپه بشپړيدوسره جزئيات درسنيو په واک کې ورکوي،پاي


June 3rd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها